افغانستانخبرونه

کونړ کې یو کس د ماین چاودنه کې پښه له لاسه ورکړه

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

سیمه ییزې سرچینې وایي، د کونړ ولایت په کړنګل ولسوالۍ کې په یوه کس د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې هغه خپله پښه له لاسه ورکړې.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال وشوه، کله چې یاد عام وګړی په ماین ور برابر شو.

تر اوسه دا روښانه نده، چې دا ماین پخوانی پاتې وو او که چا تازه ځآی پر ځای کړی وو.

طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه ندي ویلي.