افغانستانخبرونه

د افغانستان نوولس کلنې کم‌عمره کرکټ لوبډلې نړیوال جام ته لاره ومونده

کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلی، افغان ځوانانو غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او د نن ورځې مهمه او وروستۍ لوبه، چې د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

خبرپاڼه کې راغلي،  په درې بریاو سره افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ رنرېټ په لرلو سره یې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې به په زمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې ترسره شي.