کندهار ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ښار ښار په دویمه حوزه کې یوه ځوان د رواني ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
یوه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، د دې ځوان «میرام شاه آغا» دی چې تېر ماښام ناوخته (سېشنبه، ۱۳ د وږي) یې د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند په «حاجي باقي کالونۍ» سیمه کې ځان وژنه کړې ده.
سرچینو ویلي، میرام شاه آغا له څه مودې راهیسي له رواني ستونزو کړېده.
د سرچینو په وینا، نوموړي د خپلې خونې په تشناب کې ځان ځړولی او کورنۍ یې سهار په خبره شوې ده.
کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین هم دا پېښه تاییدوي او زیاتوي چې د میرام شاه آغا جسد یې نن سهار کندهار ښار کې میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی.
د طالبانو د امنیتي مسوولینو په وینا چې د دې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.