
کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په پام کې ده چې د بلجیم پلازمېنه، بروکسل کې چې د ناټو مرکز هم پکې دی، د اروپايي هېوادونو غونډه وشي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه غونډه وروسته له هغې کیږي چې امریکا پر اوکراین پوځي مرستې ځنډولي او اروپايي هېوادونو یې د ملاتړ تکل کړی دی.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ بیا د ناټو غړیتوب ته ژمنتیا څرګندوي خو پر نورو غړیو هېوادونو غږ کوي چې هغوی دې هم په دغه پوځي ماموریت کې خپله ونډه زیاته کړي.
ټرمپ لا وار لمخه دا ادعا لري چې امریکا ناټو ته تر نورو هېوادونو زیات امکانات برابروي او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د اروپا ونډه کمه ده.