افغانستانخبرونه

الماني پولیسو یو افغان ډزو وژلی دی

کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال

الماني پولیسو د دغه هېواد په مګدبورګ ښار کې یوه افغان په ډزو وژلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه افغان ۲۶ کاله عمر درلود او پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

یاد افغان لومړی ټپی شوی خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

الماني پولیسو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه افغان الماني پولیسو د چاقو په وسیله ګواښونه کړي وو.