
کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له بصرې ښار زندانه دوه افغان کډوالو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو څلور میاشتې مخکې هڅه کوله، چې له ایران څخه په ناقانونه توګه عراق ته ولاړ شي، خو د عراق پولیسو د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې ونیول، او درې میاشتې یې د بصرې ښار په زندان کې تېرې کړې.
سرچېنې لیکلي، له خوشې کېدو وروسته، هغوی د ایران له لارې افغانستان ته داخل شول، او له بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته، خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د عراق له زندانه لسګونه افغان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.