افغانستان

د کډوالو چارو مرستیال: په ایران او پاکستان کې شاوخوا ۱۱ زره افغانان بندیان دي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال عبدالرحمن راشد له یو رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې شاوخوا ۱۱ زره افغانانو په ایران او پاکستان کې بندیان دي، د نوموړي د معلوماتې له مخې دوه زره او پنځه سوه یې په پاکستان او اته زره نور یې بیا په ایران کې بندیان دي.

د نوموړي زیاته کړې چې تر دې مهاله ۶ زره بندیان د یادو هیوادونو له زندانونو ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي د عبدالرحمن راشد پر وینا چې دواړو هیوادونو ژمنه ورسره کړې چې ۱۵۰۰ نور بندیان به هم د طالبانو حکومت ته وسپاري، خو نوموړي بیا دا نه ده روښانه کړې چې په دې هیوادنو کې بندي افغانانو کوم جرم کړی او که غیر له جرمه د دې هیوادنو په زندانونو کې شپې او ورځې تېروې تر څنګ یې دا معلومات نه دي ورکړل شوي چې په دې بندیانو کې د ښځو او ماشونو شمیر څومره دی

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړی چې تر ډيره په نیول شویو کډوالو کې مېرمنې او کوچینان هم شامل دي، یو شمیر افغانانو بیا رسینو ته ویلي چې په دې هیوادنو کې د اوسېدو ټول قانونو اسناد لري خو دوي یې بیا هم زورول کیږي او یا ترې په یو او بل نوم پیسې اخیستل کیږي