خبرونهنړۍ

مسجدالحرام کې د هوایي امبولانس د کیناستلو بریالۍ ازموینه ترسره شوه

( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د مسجد الحرام په درېیم پوړ کې په جوړ شوي ځای کې د هوایي امبولانس د کیناستلو بریالۍ ازموینه ترسره شوې ده.

د دغه مبارک ځای په درېیم منزل کې د الوتکو د کیناستو لپاره ځآنګړی ځای جوړ شوی، ترڅو په بېړني حالات په خآنګړي ډول د هوایي امبولانس خدمتونو لپاره ترې استفاده وشي.

د دغه چارې موخه په مسجدالحرام کې عبادت کوونکو او طبي مرستو اړوند اړمنو کسانو ته په وخت رسیدګي کول دي.

د یادونې وړده، چې په وروستیو کې په مسجدالحرام کې د سیار وېښتانو خریلو په ګډون ګڼ شمېر خدمات د عبادت کوونکو لپاره برابر شوي دي.