خبرونهنړۍ

کینیا کې په یوه برید کې ۱۰ تنو نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د را پورونو له مخې؛ د کینیا هېواد په کاونټي ګاریسا سیمه کې وسله والو ډلو په پولیسو برید کړی، چې په ترڅ کې ۶ افسران وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د یاد هېواد پولیسو ویلي، دغه برید د الشباب جنګیالیو لخوا ترسره شوی دی.

د یادونې وړده، چې الشباب د خپلې واکمنۍ د قایمولو په موخه له څو کلونو راهیسې د صومالیې د مرکزي حکومت د نسکورولو لپاره جنگیږي.

که څه هم د کینیا پولیسو د دغه برید پړه هم په یادې ډلې ور اچولې، خو تر اوسه خپله الشباب د دغه برید مسؤلیت ندی اخیستی.