افغانستانخبرونه

طالبانو هرات کې له یوه کوره غلا شوي ۳۰ میلیون افغانۍ او سره زر بېرته ترلاسه کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، هرات کې پولیسو له یو کور غلا شوي ۳۰ میلونه افغانۍ او دوه کیلو ګرامه سره زر موندلي څلور هغه حرفوي غله یې نیولي چې شپږ میاشتې وړاندې یې د یاد ولایت په کهسان ولسوالۍ کې له یو کور د یوې ښځې په مرسته دېرش میلونه افغانۍ او دوه کیلو ګرامه سره زر غلا کړي وو.

دغه کسان هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف او اختطاف امریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

یاد وزارت لیکلي يچې نیول شوې پیسې او سره زر د اسنادو تر ارزولو وروسته پولیسو خپل اصلي مالک ته سپارلي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، له نیول شوو غلو یو میل کلاشینکوف، یو میل تومانچه او یو عراده موټر هم ترلاسه شوی دی.