
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان لومړي یو ځل بیا ویلي چې ګواکې د افغانستان خاوره د یاد هېواد پرضد کارول کېږي خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان داخلي نامنیو د دغه هېواد پورې اړه لري او د خپلو ناسمو سیاستونو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې دننه د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي.
خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله د پاکستان لومړي وزیر ادعاوې رد کړې دي.
هغه ویلي، افغانستان د پاکستان پر ضد هېڅ اقدام او فعالیت نه اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې، د پاکستان دننه امنیتي پېښې افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري، دا د پاکستان کورنۍ ستونزې دي او د خپلو ناسمو سیاستونو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.