افغانستانخبرونه

په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په ګډون ۴ تنه په ترافيکي پېښه کې وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کابل – کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله په تخار ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند په ګډون څلور تنه وژل شوي.

په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ رامنخته شوې، د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لوکسل او مازدا موټرو د ټکر له امله رامنخته شوې ده.

هغه زیاته کړې، په دغه پېښه کې په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله حکیمي په ګډون څلور تنه وزل شوي، خو د پاتې درې تنو هویت په ډاګه نکړ.

د تخار د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د حکیمي مړینه تایید کړې ده.

د دې پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه هم څه نه دي ویل شوي.