د پښتونخوا کرمې ولسوالۍ په پاړه چنار کې وسله والو موټر سایکل سپرو دوه عام کسان په ډزو وژلي دي.
په سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي، دغه پېښه د کرمې په سرحدي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټرسایکل سپرو وسله والو په کروندګر ډزې وکړې.
په دغه ډزو کې د هدایت او هاشم په نامه ځایي اوسیدونکې وژل شويدي.
پولیس وايي، چې له برید وروسته، وسله والو قبایلو بریګر محاصره کړل چې په ځوابي برید کې دوه وسله وال ووژل شول.