افغانستانخبرونه

د تورخم په سرحدي کمپ کې ۳۴ ماشومان زیږیدلي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې څپې د ایستلو له پیل سره هم‌مهاله، تر اوسه ۳۴ ماشومان د تورخم په سرحدي کمپ کې زیږېدلي دي.

د تورخم د روغتیا کمېټې مسوول سید محمد شاهد اعلان کړی چې له دې شمېر څخه، دوه ماشومان د جراحي عملیاتو له لارې او پاتې نور په طبیعي ډول نړۍ ته راغلي دي.

هغه د میندو او نوزیږو ماشومانو لپاره د درملنې خدماتو وړاندې کولو ته په اشارې سره ویلي، لومړنیو روغتیایي پاملرنو لپاره اړین امکانات د دې کمپ په کورنیو ویشل شوي دي.