
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
سعودي عربستان د غیرقانوني حج د مخنیوي لپاره د ډرونونو کارول پیل کړي دي.
د مکې مکرمې په حدودو کې د ډرونونو په مرسته څارنه کیږي او هره ورځ یې په مرسته سلګونه کسان نیول کیږي.
سربېره پر دې، په مکې مکرمې کې د جعلي حج پرمټ د اعلاناتو کمپاین چلولو په تور د اندونیزیا ۴ کسان نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو له کور څخه ۱۴ نور کسان هم نیول شوي، چې هیڅ یو یې د حج پرمټ نه درلود.