
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوست د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت په مرکز کې ۱،۳۰۰ جریبه ځمکه د کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو ته ځانګړې شوې ده.
د والي ویاند مستغفر ګربز نن (شنبې، د غبرګولي ۳مه) په ایکس کې لیکلي چې په دې ځمکو به د کډوالو لپاره یو «منظم او بنسټیز» ښارګوټی جوړ شي.
هغه زیاته کړې، د طالبانو د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت یوه تخنیکي ډله د دې ښارګوټي د «ټوپوګرافیکي سروې» پیل کړې ده.
د والي ویاند ویلي، د دې ښارګوټي عملي کار به «ډېر ژر» پیل شي.
طالبانو د روان میلادي کال د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې له پیل وروسته اعلان کړی چې د راستنیدونکو د ځای پر ځای کولو لپاره به په بېلابېلو ولایتونو کې ښارګوټي جوړ کړي.
دې ډلې له دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم زرګونه جریبه ځمکې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو ته ځانګړې کړې دي، خو دا لا روښانه نه ده چې د دې ښارګوټو بودیجه به له کومې سرچینې تمویلیږي او کله به یې جوړښت بشپړ شي.