
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د هوايي ډګرونو او هوايي چلند شرکت اعلان کړی چې تر بلې خبرتیا پورې به د دغه هېواد له ټولو هوايي ډګرونو الوتنې نه کېږي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دې شرکت ویلي: « د مسافرو او وګړو ته خبر ورکول کیږي، چې د هوايي چلند سازمان د صادر شوي اعلان له مخې، تر بلې خبرتیا پورې د مسافرو د خوندیتوب په موخه به د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې الوتنې ترسره نه شي.»
د ایران اسمان د جمعې په سهار د اسرائیلو د بریدونو له امله د الوتنو پر مخ تړل شوی و.
په ورته وخت کې را پورونه وایي، چې د دغه بریدونو وروسته د افغانستان اسمان باندې د الوتکو د تګ راتګ لړۍ زیاته شوې ده.