افغانستانخبرونه

د اسرائیلو په تازه بریدونو کې دوه نور ایراني چارواکي وژل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل په تازه بریدونو کې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو دوه لوړپوړي مسوولین وژل شوي دي.

د راپور لمخې، د ایران د وسله والو ځواکونو د استخباراتو مرستیال، غلام رضا محرابي او د دغو ځواکونو د عملیاتو مرستیال مهدي رباني په دغو تازه بریدونو کې په نښه شوي دي.

دغه رسنۍ نن (شنبې، د جوزا ۲۴مه) لیکلي: د ایران د پوځي ځواکونو د عمومي درستیزوالۍ د اړیکو او اطلاعاتو مرکز د دغو دوو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
صدا و سیما دا نه ده روښانه کړې چې دا کسان د پرون سهار د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي که په هغو بریدونو کې چې تېره شپه ترسره شوي دي.
د صدا و سیما د راپور له مخې، غلام‌رضا محرابي او مهدي رباني د ایران او عراق د ۸ کلنې جګړې په جبهو کې هم حضور درلود.

پرون هم ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوځ د دوو لوړ پوړي نظامیانو او شپږ هستوي ساینسپوهانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

ایران تېره شپه پر اسرائیلو ځوابیه برید پیل کړی، چې د ۴ تنو اسرائیلیانو د وژل کېدو او ۶۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی شوی.

ویل کیږي، په دغه بریدونو کې د اسرائیلو ګڼ شمېر ساختمانونه هم ویجاړ شوي او د اسرائیلو دوه F35 ډوله امریکا لخوا جوړې شوې الوتکې یې هم ویشتلي دي.