
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د ګمرک او مهاجرت ادارې مامورینو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی ژباړن نیولی دی.
د رویټرز په وینا، دا سړی د “ضیا” په مستعار نوم معرفي شوی او د هغه وکیل او د امریکا د کانګرس استازو ویلي چې ضیا پرون (سېشنبه، د سرطان ۳۰) د کنټیکټ ایالت کې نیول شوی او له دې ایالت څخه بهر یوې بلې سیمې ته لېږدول شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دا سړی هغه مهال نیول شوی کله چې د “شنه کارت” ترلاسه کولو لپاره یوې ناستې ته تللی و.
دې رسنۍ د دې پخواني ژباړن د وکیل له قوله لیکلي چې هغه په قانوني توګه متحده ایالاتو ته داخل شوی و او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی او خپل ژوند یې له خطر سره مخ کړی و.
د امریکا د سنا غړی ریچارډ بلومنتال، چې د کنټیکټ ایالت استازی دی، ویلي چې د دې پخواني ژباړن نیول “د نجابت د لومړنیو اصولو تر ټولو بده سرغړونه ده.”
هغه زیاته کړې: “هغه په رښتیا په افغانستان کې کار کړی او خپل ژوند یې له خطر سره مخ کړی ترڅو د هغو ارزښتونو او حقونو ملاتړ وکړي چې د دیموکراسۍ لپاره محوري دي.”
د رویټرز د راپور له مخې، یوه قاضي د ضیا له متحده ایالاتو څخه د ایستلو د تعلیق امر صادر کړی، خو هغه لا هم په توقیف کې دی.
رویټرز د امریکا د کورني امنیت وزارت له قوله لیکلي چې دا افغان وګړی د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۸مه متحده ایالاتو ته داخل شوی او د “جدي جرمي تورونو” له امله نیول شوی دی.
د دې ژباړن وکیل لورن پیټرسن د کورني امنیت وزارت ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه هیڅ جرمي سابقه نه لري.