افغانستانخبرونه

طالبان د ابونصر فراهي بندر پراختیا لپاره ۴ زره جریبه ځمکه ځانګړې کوي

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو اقتصادي کمېسیون تائید کړی چې د ابونصر فراهي بندر کې به د تخلیې او بار وړلو فعالیتونو پراختیا لپاره ۴ زره جریبه ځمکه ځانګړې شي. 

د طالبانو د  رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د نن ورځې (چهارشنبه، د اسد ۱) په غونډه کې شوې ده. 

دې کمېسیون د طالبانو د ښار جوړولو او کور جوړولو وزارت ته دنده سپړلې چې “د دې بندر د پراختیا نقشه او ډیزاین چمتو کړي او په ټاکلي وخت کې یې د پلي کولو لپاره اړوندو ادارو ته وسپاري.” 

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د دوی د مالیې وزارت ته هم دنده سپړلې چې “د دې بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې د اړوندو وزارتونو له ونډې څخه په پام کې ونیسي.” 

یاد دفتر ویلي چې دا پرېکړه “د منظورۍ لپاره” د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته قندهار ته لېږل شوې ده. 

د ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ یو له سترو سوداګریزو بندرونو څخه دی او د فراه په ولایت کې موقعیت لري. 

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر اعلان کړی و چې دا هېواد د ابونصر فراهي بندر سړک جوړولو لپاره ۱۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي.