افغانستانخبرونه

په سرپل کې د طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه جنګیالي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال 

په سرپل کې باوري سرچینو ویلي چې طالب جنګیاليو د سرپل ولایت د کوهستان ولسوالۍ په کچن سیمه کې د ځمکې پر سر په خپلو کې نښتي دي.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې دوه جنګیالي وژل شوي دي. 

د سرپل د کوهستان ولسوالۍ محلي سرچینو ویلي چې دا نښته د سې‌شنبې په ورځ، د سرطان ۳۱ مه، د کچن په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې یو کس وژل شوی او وروسته د طالبانو استخباراتو قاتل نیولی دی. 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو د استخباراتو موټر چې دا کس یې د کوهستان ولسوالۍ ته لېږداوه، د خوامت په دوه‌لارې سیمه کې د وسله‌والو کسانو د کمین وروسته نښته رامنځته شوې ده.

 دوی زیاتوي چې په دې نښته کې قاتل هم وژل شوی دی. 

د راپورونو له مخې، یوې شپږ کسیزې ډلې چې د شپږو موټرسایکلونو سره وه، د طالبانو پر استخباراتو برید کړی دی. 

طالبانو تر اوسه د دې نښتې او د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.