
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال —
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان سره د “تر ټولو لوی سوداګریز تړون” د نهایي کېدو اعلان کړی دی.
ټرمپ ویلي: “جاپان زما د لارښوونې له مخې په امریکا کې ۵۵۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي چې ۹۰ سلنه ګټه به یې امریکا ترلاسه کړي.”
ټرمپ په خپل ټرود سوشل رسنۍ کې لیکلي چې دا تړون به په امریکا کې زرګونه دندې رامنځته کړي او “تر اوسه داسې څه نه دي لیدل شوي.”
د امریکا ولسمشر ویلي چې جاپان به امریکا ته ۱۵ سلنه محصول ورکړي. ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې د اګست له لومړۍ نېټې وروسته به د جاپان پر وارداتی توکو ۲۵ سلنه محصول ولګوي.
جاپان د امریکا له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.