
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ډیر ژر به د محمد رحیم په نوم یو افغان بندي د ګوانتانامو له زندان څخه ازاد شي.
دغه سرچینې زیاته کړه، محمد رحیم به په ګوانتانامو بند خونه کې وروستی افغان بندي وي، چې د امریکا سره د طالبانو د دوه طرفه همکارۍ په ترڅ کې به ازاد او افغانستان ته را ستون شي.
سرچینې زیاته کړې، محمد رحیم به د خوشي شوي امریکایي امیر امیري په بدل کې طالبانو ته وسپارل شي.
پرون د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره وکتل، چې تر لیدنې وروسته یې د امیر امیري په نوم د یو امریکايي تبعه د خوشې کېدو خبر ورکړی و.










