
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان جنګ نیوز د د اټکل راپور له مخې ویلي، چې سري لنکا، بنګله دیش، عراق، سوډان او ګیني بساؤ دولتونه د پاکستان له دیرش میلیارده او څلور نیم میلیونه ډالرو پوروړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې پاکستان په ۸۰ او ۹۰ لسیزو کې دې هېوادونو ته د صادراتو کریډیټ ورکړی و.
د اټکل راپور له مخې، دا پور په پاکستاني روپیو کې له ۸۶ اربو روپیو څخه زیات دی.
د را پورو له مخې؛ عراق د پاکستان تر ټولو زیات ۲۳ میلیارده او یو میلیون او درې سوه زره ډالره پوروړی دی، په داسې حال کې چې له سوډان څخه ۴ میلیارده او شپږ میلیونه او شپږ لکه ډالر اصول شوي دي.
پاکستان له ګیني بساؤ څخه ۳۶ لکه ۵۳ زره ډالره وصول کولو ته اړتیا لري. بنګله دیش د شکر پلانټ او سمنټو په مرسته کې ۲ کروړه ۱۴ لکه ډالره ادا کولو ته اړ دی