افغانستانخبرونه

په درې ولایتو د پاکستان هوایي برید کې ۱۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، په خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو بېلا بېلو سیمو باندې تېره شپه د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ۴ ماشومان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ټیلیګراف سرچینو ویلي، د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ په کلي کې په یوه کور د بې پیلوټه الوتکو برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ دوه ماشومان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه برید له امله د یوه کور د ویجاړېدو انځورونه هم خپاره شوي، خو دقیقه نده، چې دغه کور د چا دی.

په ورته وخت کې سرچینو کابل ټییلیګراف ته وویل: د ننګرهار د شینوارو په ۲۸مې ویالې سیمه کې د شهسوار په نوم د یوه کس کور په نښه شوی، چې د پرلپسې بریدونو په ترڅ کې په یاد کور کې دوه ماشومان مړه او دوه نور لادرکه دي.

سرچینو ویلي، چې د کونړ په دانګام، سرکاڼو او مروره ولوسالیو کې هم د بې پيلوټه الوتکو او چاودنو غږونه اوریدل شوي، خو دقیق معلومات یې نه دي خپاره شوې.

تر اوسه طالبانو د ترسره شویو بریدونو په اړه رسمي معلومات ندي خپاره کړې او نه هم د دغه بریدونو مسؤلیت چا پر غاړه اخیستې، خو تر دې وړاندې پاکستان څو ځله د افغانستان په سرحدي ولسوالیو کې بریدونه کړي دي.