
کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه د “سټیل ډوم” هوايي دفاعي سیستم پرانیسته وکړه.
نوموړي زیاته کړې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۴۷ موټر شامل دي چې ارزښت یې ۴۶۰ میلیون ډالره دی.
نوموړي د مراسمو پر مهال ویلي، سټیل ډوم به زموږ هوايي دفاعي وړتیاوې یوې بشپړې نوې کچې ته ورسوي.
هغه زیاته کړه، هغه هېواد چې خپل رادار، هوايي دفاع، او برېښنایي جنګي نظامونه ونه لري، په راتلونکي کې خپل وجود خوندي نه شي ساتلی.
خو ترکي حکومت دا نه دي ویلي چې دا سیستم به کله په بشپړه توګه فعال شي.
د یادونې وړده، چې ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې له روس څخه د ایس-۴۰۰ میزایل سیستم تر لاسه کړی و، چې له امله یې د امریکا د ایف-۳۵ الوتکو پروګرام څخه وواته.