
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې تاریخ جوړ کړ.
راشدخان د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.
نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې کړې، چې پرمټ یې د نیوزیلنډ د تکړه توپ اچوونکي ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ او نوی تاریخ یې په خپل نوم ثبت کړ.
د یادونې وړ ده چې راشد خان په شل اوریزو سیالیو (هغه چې نړیوالې نه شمېرل کېږي) کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې ۶۶۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.
راشدخان د تېر ماښام په لوبه کې د متحده عرب اماراتو پر وړاندې هم ۳ مهم لوبغاړي اوټ کړل.