افغانستانلوبې

افغانستان اسیا جام کرکټ سیال‍ۍ په بریا پیل کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۱۸مه) هانګ کانک ته د ۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې او سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، خو سیاله هانګ کانګ لوبډله د یاد هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نشوه او افغان اتلانو دغه سیالۍ د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۷۳، عظمت الله عمرزي په ۲۱ توپونو چټکې ۵۳ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې راتلونکې سې شنبه د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره مخ شي.