افغانستانراپورونه

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان راپور رد او ارقام یې ناسم یاد کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو حکومت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د زړه او غیر ساري مزمنو ناروغیو اړوند خپاره شوي معلومات او ارقام سم نه دي او، او دوی سره شته ارقام له دې څخه څو ځلي کم دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن(دوشنبه، د وږي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې ګواکې نږدې ۴۰ زره افغانان هر کال خپل ژوند د دې ناروغیو له امله له لاسه ورکوي.

هغه زیاتوي زمونږ د معلوماتو او شته ارقامو په اساس خپاره شوي ارقام دقیق او کره نه دي او د عامې روغتیا وزارت سره شته ارقام له دې څخه څو ځلي کم دي.

د دغه وزارت په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې مونږ سره نږدې ۲۰ زره د زړه ناروغانو داخل بستر خدمات وو خو دا مړینه نه ده بلکې داخل بستر خدمات وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په یو تازه خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ټولو مړینو د ۴۳ سلنې علتونه د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو مزمنې ستونزې دي. دغه سازمان وړاندوينه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شي او ډېری قربانیان به ښځې وي.

باید وویل شي چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغان ښځو په منځ کې د سینې او د رحم د غاړې سرطان د ډېرېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویل شوي چې دا دواړه د هېواد له درې تر ټولو عامو سرطانونو څخه دي.

دغه سازمان د روغتیايي رواني ستونزو په اړه هم سخته اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاتوي چې کلونه جګړې، طبیعي پېښې او بې‌کوره کېدل د افغانانو پر رواني وضعیت ژور اغېز کړې ده.

د راپور له مخې، له هرو پنځو افغانانو یو د رواني روغتیا ستونزې لري، او سره له دې بېړنۍ اړتیا، د افغانستان ډېری ولایتي روغتونونه او لومړني روغتیايي مرکزونه د رواني روغتیا خدمتونه نه لري، او زیات شمېر زیانګالي خلک بې‌درملنې پاتې کېږي.