د طالبانو عدلیې وزارت چهار شنیبه ۲۱ آګسټ خبر ورکړ چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون ددوی د امیرالمؤمنین لخوا توشیح شوی او نافذ دی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تازه اعلان شوی قانون چې څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري په مختلفو برخو کې انساني آزادۍ محدودې کړې چې په ځانګړې توګه د ښځو حقونه پکې لا محدود کړای شوي دي.
په دې قانون کې د ښځو پر حقونو او ازادیو تازه محدودیتونه وضعه شوي، د ښځو غږ په عورت کې حساب شوی چې ښځې پکې پر لوړ غږ خبرې کولو، شعر ویلو او قرآت کولو څخه منعه شوې. په دې قانون کې دغه راز راغلي چې د فتنې د وېرې له امله باید ښځې خپل مخونه پټ کړي، موټر چلونکي به په موټرو کې موسیقي نه اوري او نشي کولای عاقلې او بالغې ښځې د محرم له شتون څخه پرته انتقال کړي، دغه راز د ښځو ټول بدن پټول، د نریو کالیو اغوستل او نا محرمه سړیو ته کتل منعه شوي دي.
په یاد قانون کې راغلي چې د سړیو لپاره د ږیرې له یوې قبضې کمول، د شریعت خلاف د وېښتانو جوړول، دنیکتایي اغوستل او له کفارو سره مرسته کول یا ورته لباس کول له منکراتو څخه حسابېږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند په دې اړه ویلي، ددې قانون لمخې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مکلف دی چې پر معروفاتو امر وکړي او له منکراتو څخه د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر اساس خلک منعه کړي.
د یاد قانون په ۱۷مه ماده کې د رسنیو په اړه راغلي چې هغه مطالب چې په رسنیو کې خپرېږي باید د اسلامي شریعت او حنفي مذهب خلاف نه وي او د ژوندیو یا جانداره موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه باید ډډه وکړي، ددې قانون په ۲۲مه ماده کې راغلي چې له ټیپ، راډیو او دې ډول ټولو شیانو څخه باید سؤ استفاده ونشي.
دغه قانون په داسي حال کې د طالبانو لخوا نافذ کېږي، چې حکومت یې اساسي قانون نلري او معلومه نده چې دوی پر کوم اساس قانون جوړونه کوي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د هر هېواد حقوقي نظام له مشخصو قواعدو څخه پیروي کوي چې په اساسي قانون کې تسجیل شوي وي. دوی په دې باور دې چې دغه راز قوانین کولای شي په افغانستان کې د انساني آزادیو او ښځو د حقونو په برخه کې لا زیاتې ننګونې رامخته کړي، ځکه په دې قوانیونو کې کلي موارد ځای پر ځای شوي او اړوندې ادارې ته د شریعت او حنفي مذهب په چوکاټ کې د اجرآتو امر کوي، چې دا پلي کوونکو نهادونو او اشخاصو ته د خپلې خوښې د تفسیر صلاحیت ورکوي او په ټولنه کې د سخت دریځۍ او غیر انساني اعمالو لپاره لاره پرانیزي.