د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې د دوی له لوري د شرعي احکانو په اړه جوړ شوي قانون په تړاو د یوناما وروستۍ څرګندونې د شرعیت خلاف دي او دوی نور له دغې ادارې سره همکاري نه کوي.
یاد وزارت په یو بیان کې ويلي: «یوناما دې افغانستان د غربي نظریې او غیر اسلامي ټولنو سره نه پرتله کوي، د اسلامي امارت له لوري د ټولو جوړو شويو قولنینو اساس اسلامي شرعیت دی.»
دغه راز دغه وزارت ويلي، په دغه قانون باندې چې هر څوک نبوکه کوي، په اسلام او اسلامي شرعیت باندې نیوکه ده او باید ډډه ترې وشي.
د وزارت په بیان کې راغلي چې دوی به د یوناما د دا ډول «اسلام ضد او د شرعیت خلاف»څرګندونو په غبرګون کې د یوناما سره تر دې وروسته هېڅ ډول همکاري او مرسته ونکړي.
یوناما وروسته له هغې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شرعیت په نوم قانون جوړ کړ او په ښځو یې په کې سخت قوانین وضع کړل، دا قانون یې د ښځو د حقونو خلاف او په کې یې د تغیراتو د راوستو غوښتنه وکړه.