لوبې

له ذکیه خدادادي وروسته عباس کریمي هم مډال وګاټه

د افغانستان د معلولانو د لامبوزنو د ملي ټیم پخوانی غړی عباس کریمي چې دا مهال د امریکا د ملي ټيم غړی دی د پاریس ۲۰۲۴ پارالمپيک په درېمه ورځ د نړۍ په کچه دویم مقام خپل او د سپینو زرو مډال وګاټه.

په سږنیو سیالیو کې دی دویم په خټه افغان ورزشکار دی چې مډال ګټي. تېره ورځ ذکیه خدادادي په تکواندو کې د ژیړو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د برونزو د میډال له ګټلو وروسته

عباس کریمي د خپلې څلورکسیزې لوبډلې د غړي په توګه په ګډه سره ۲۰۰ مټره واټن لامبو په ۲ دقیقو ۱۸‍.۹۹ ثانیو کې ووهله او له چین څخه وروسته یې دویم مقام خپل کړ. چینايي ټیم دغه واټن په ۲ دقیقو او ۱۴.۹۸ ثانیو کې وواهه.

د افغانستان د معلولانو د لامبوزنو د ملي ټیم پخوانی غړی عباس کریمي

د ازادې لامبو په برخه کې عباس کریمي د سپټمبر په ۵مه او ۶مه هم دوه نورې سیالۍ لري.

عباس کریمي په افغانستان کې زېږېدلی، د افغانستان د لامبوزنو د ملي ټیم غړی و چې له اوږده مهاجرت وروسته په ۲۰۲۲ کال کې یې امریکايي تابعیت ترلاسه کړ.

د افغانستان د معلولانو د لامبوزنو د ملي ټیم پخوانی غړی عباس کریمي

د المپيک او پارالمپیک په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال روح الله نېکپاه د افغانستان لپاره د ژیړو مډال وګاټه خو د وروستیو بدلونونو له امله د نورو استعدادونو تر څنګ افغان ورزشکاران هم مهاجر شول او په نورو ټیمونو کې ذکیه خدادادي او عباس کریمي په ترتیب سره دویم او دریم افغانان دي چې د المپیک د سیالیو مډالونه ګټي.