طالبانو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو خبرداری ورکړ او وې ویل چې د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له منځه تلو له خطر سره مخامخ کوي.
نوموړې پرون دوشنبه د سپټمبر په ۲۳مه د ملګرو متونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ناسته کې وویل چې تر دې وړاندې ډېری هېوادونو د دغه بهیر د پرمخ وړلو ته لېوالتیا درلوده، خو په خبره یې اوس وضعیت ډېر پېچلی شوی دی.
ډیکارلو وايي: موږ داسې هېوادونه درلودل چې د دې (دوحې) بهیر ګام په ګام مخته وړلو ته لېواله وو، خو اوس د دې بهیر د درېدو خطر موجود دی.
هغه زیاتوي: “اوس شرایط ډېر پېچلي شوي، په ځانګړې توګه د نوي (امربالمعروف) قانون په شتون کې چې اوس په افغانستان کې وضع شوی دی، موږ داسې هېوادونه درلودل چې د دې (دوحې) بهیر ګام په ګام مخته وړلو ته لېواله وو، خو اوس د دې بهیر د درېدو خطر موجود دی.”
نوموړې ټینګار وکړ چې تعامل د دې بهیر اصلي کیلي ده، خو په خبره یې دوی نهشي کولای او نه باید افغان ښځې او نارینه له پامه وغورځوي.
د طالبانو حکومت د اګست په ۲۱مه خپور کړي د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون کې د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ آن د ښځو د مخ په ښکاره کېدو او په عمومي ځایونو کې د دوی پر غږ هم بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، له طالبانو یې غوښتي چې د دوحې بهیر بنسټیز اقدامات چې په کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدل، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې هڅې دي، ترسره کړي.
نوموړې وایي، د طالبانو د دې اقداماتو له ترسره کولو وروسته به نړیواله ټولنه په تدریجي توګه پر دوی خپل محدودیتونه کموي او په پراختیایي برخو کې به ملاتړ ته دوام ورکوي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون چې په کور دننه او نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي.