خبرونهنړۍ

خوشاله کاکړ: د خیبر جرګې په پنډغالي بریدونه به ناورین رامنځته کړي

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ ویلي چې په خیبر کې د پښتونو عدالت جرګې په پنډغالي برید به بشري ناورین رامنځټه کړي.

خوشال کاکړپه خپله فیسبوک پاڼه خبرداری ورکړی، د جرګې پر ګډونوالو بريد به د بابړې پېښې تکرار وي، چې نتيجه به يې ډېره خطرناکه وي: «د راتلونکي حالت عواقب به د رياست، موجوده خېبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونو پر غاړه وي.»

تر دې وړاندې خوشاله کاکړ له دغه جرګې ملاتړ اعلان کړی وو او پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې ویلي وو چې پښتونخوا عوامي نشنل پارټي د پي ټي یم ورور تنظیم دی او په هر حال به درسره ولاړ وي.