خبرونهنړۍ

خیبر کې سیمه‌ییزو چارواکو په هر ډول غونډو بندیز اعلان کړ

د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي د دفتر په دغو سیمو کې په هر ډول غونډو بندیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې که هر چا د دې امر سرغړونه وکړه نو پر وړاندې به يې اقدام کوي.

د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) ثناالله خان په دغه ولسوالۍ کې له نن (د اکتوبر ۹) څخه د نومبر تر اوومې، د ۲۹ ورځو لپاره د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴ مادې عملي کیدل اعلان کړي چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو څخه د زیاتو کسانو پرغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدی دی.

د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، که هر چا د دې امر سرغړونه وکړه نو پر وړاندې به يې اقدام کوي.

تر دې څو ورځې وړاندې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو حکم کې ویلي وو چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد “سولې او امنیت ته زیان رسوي” چې له امله يې حکومت “د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون” د واک په کارولو بنديز ورباندې لګوي.

په عين حال کې د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي. د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې پر پي ټي اېم دې لګول شوی بنديز “سمدستي” ليرې کړي.