د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ویلي چې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصار په کابل کې طالبانو نیولی او باید ژر تر ژره یې خوشې کړي.
د افغانستان د خبریالانو څخه د ملاتړ دوو بنسټونو په جلا اعلامیو کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا د افغان خبري اژانس د یو خبریال مهدي انصاري په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او پرته له ځنډ څخه ددغه خبریال د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتم ( تلې ۱۷) په یوه اعلامیه کې مهدي انصاري ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریال په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوي دی.
د طالبانو د استخباراتو رياست تراوسه ددغه خبریال د نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو دمخه هم دغه ریاست ددغسې پیښو په اړه له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو څخه ډډه کړې ده. خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست مهدي انصاري نه دی نيولی.
مهدي انصاري له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په کابل کې له افغان خبري اژانس سره د خبریال په توګه کار کوي.