د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا لپاره د چمتووالي په موخه ۷۰۷ اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري.
اوچا ویلي چې دغه پیسې د سرپناو د رغولو سربېره، اړمنو ته پر تاودو جامو او کمپلو لګوي او اړتیا ده چې دا چاره د روان زیږدیز کال تر پای وړاندې ترسره شي.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، ۱۰۴ میلیونه ډالر د خوړو او نورو معیشیتي مرستو لپاره ځانګړې کیږي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې به رسول کیږي.