د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو د يو کار پر کار کوونکو برید کړی چې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۱۹ کان کېدونکي يې وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.
ځايي پولیس وايي، ناڅرګندو وسله والو کسانو د بلوچستان په دکي سیمه کې لومړی يو کان ته لاسي بم ورغورځولی او بیا يې په کان کېدونکو ډزې کړې دي.
د معلوماتو پر بنسټ په دغه پېښه کې ۱۹ کان کېدونکي وژل شوي او ۷ نور ټبيان دي.
پولیس وايي، کان کیندونکي اکثریت د بلوچستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي خو څو تنه افغان کاریګر هم په کې موجود وو.
ټپيان د درملنې لپاره د لورلايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې د بلوچ بیلتون غوښتونکو وسله وال غورځنګ فعالت کوي او ډېر کله همدا ډول بریدونه ترسره کوي.