د پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور پر خيبر جرګه وسلوال بريد د وفاقي حکومت کار بللی، او د غندنې تر څنګ يې دا کار د ایالتي حکومت په چارو کې د مرکز مداخله ګڼلې.
ګنډاپور چې د اکتوبر پر ۱۰م ماښام په يوه ناڅاپي مطبوعاتي بيان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين سره يوځای د رسنيو په وړاندې راښکاره شو؛ وويل چې جرګې د پښتون قام روايات دي خو وفاقي حکومت د دغه روايت سپکاوی وکړ چې بالاخره يوه خونړۍ پېښه رامنځته شوه.
نوموړي د خیبر جرګې د شهيدانو په اړه وويل چې د پښتون وطن د امن لپاره د دغه وطن بچيو هر وخت قرباني ورکړې ده او دغه قرباني به خامخا رنګ راوړي.
ګنډاپور د قام د خپلواکۍ لپاره د قبايلو د قربانيو ذکر وکړ او ويې ويل چې د څېړنو وروسته به د دغه بدې پېښې عاملينو او مجرمينو ته به سزا ورکول شي.
نوموړي ژمنه وکړه چې دی به د جرګې د هرې پرېکړې درناوی وکړي او د وزيراعلی په توګه به دی د دغو پرېکړو د عملي کولو لپاره د پښتنو د جرګې استازی جوړېږي او خپل ټول کوښښ به کوي چې د جرګې غوښتنې عملي شي.
د وزير اعلی په توګه پر علي امين ګنډاپور تور دی چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ او خيبر جرګې بنديزونه د ده په امر لګول شوي وو. ګنډاپور چې د تحريک انصاف ګوند غړی دی او په تېرو انتخاباتو کې د پښتونخوا وزيراعلی ټاکل شوی، مرکزي حکومت ته د غلط بيانۍ او د خلکو د راپارولو په دوسیه کې هم مطلوب دی او اسلام اباد او د پاکستان نورو ایالتونو ته نشي تللی.