خبرونهسیمه

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې پر پښتنو محصلينو وسلوال بريد شوی

تېر ماښام (د اکتوبر ۱۰مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د قايداعظم پوهنتون پر پښتنو محصلينو بريد شوی، ډزې شوي او لسګونه ټپيان ترې روغتون ته رسول شوي.
سلګونه پنجابي محصلينو چې په چاقوګانو او تومانچو سمبال ول، په ناڅاپي توګه په ليليه کې د پښتنو محصلينو پر خونو يرغل وروړی، وهل ټکول يې کړي، سلګونه کمپيټرونو، موبايلونه او نور قيمتي توکي مات کړي او حتا ډزې يې کړي دي.
په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې بريدګر کوټه په کوټه ګرځي او وهل ټکول کوي. په څو نورو ويډيوګانو کې ښکاري چې اور اچول شوی دی او محصلين منډې رامنډې وي.
عيني شاهدانو په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې ويډيوګانې خپرې کړي او ويلي دي چې په دغه ناڅاپي بريد کې شاوخوا سل تنه ټپيان شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی دی.
په بريد کې يوازې پښتانه محصلين ټکول شوي دی.
د خيبر د امن جرګې په درشل کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د پښتنو په وړاندې حساسيتونه راپارېدلي.
د پاکستان له کورنيو چارو وزير نيولې، تر ژورنالستانو، سياستوالو، محصلينو او نورو فعالانو پورې ټولو د پښتنو دغه جرګه د پاکستان د ماتېدو هڅه او د موازي حکومت اعلان يې بللې چې په دې سره يې د عامو پښتنو په وړاندې هم د خلکو کرکه راپارولې ده.