د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين په تازه بيان کې ويلي چې د جرګې په چمتووالي کې د ښه والي په موخه به جرګه په ځنډ سره پيل شي.
منظور پښتين ويلي چې د مشرانو او ولسونو د رارسېدلو لپاره جرګه له خپل ټاکلي وخت نه څو ساعته وځنډېږي او د جمعې له لمانځه وروسته به رسما جرګه پيل شي.
په تېرو لسو ورځو کې څو ځله پاکستاني ځواکونو د جرګې د چمتووالي مخنيوی کړی چې همدا لامل دی چې لا تر اوسه د جرګې ځای د پلان مطابق بشپړ نه دی چمتو شوی.
د جرګې د ځای د چمتووالي کار نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين، د خیبر د قومي مشرانو او ولسونو له خوا پیل شو، چې څو ځله پرې د شپې له خوا پاکستاني ځواکونو بريد وکړ، خيمې يې وسوځولې، د اوبو ذخيرې له منځه يووړې او کاري وسايل يې تخريب کړل.
د پاکستاني نظامي ځواکونو په وروستۍ حمله د جرګې ۴ سمبالوونکي شهيدان او شاوخوا ۱۵ نور ټپيان شول چې دغه کار په نړيواله کچه وغندل شو.
د بښنۍ نړيوال سازمان او د بشري حقونو نړيوالو ادارو دغه عمل وحشيانه وباله او پر پاکستاني حکومت يې غږ وکړ چې د ولسونو د سوليزې ناستې او غږ اوچتونې مخنيوی دې نه کوي.
د اکتوبر پر ۱۰مه د پاکستان د کورنيو چارو وزير په ناڅاپي توګه پېښور ته لاړ، هلته يې د ایالتي حکومت له مشرانو او د سياسي ګوندونو له استازو سره په عاجله ناسته کې پرېکړه وکړه چې د جرګې مخنیوی به نه کوي.