د اکتوبر له پیل نه د پښتونخوا او پاکستان په مختلفو سيمو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د بشري حقونو پښتنو فعالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د نيولو لړۍ روانه ده.
د نيولو او زنداني کولو دا لړۍ هغه وخت نوره هم پراخه شوه چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعاليتونو د ترهګرۍ تور ولګاوه او د خيبر جرګې د مخنيوي امر جاري شو.
پاکستاني ځواکونو د پښتنو فعالانو کور په کور لټه وکړه، په لارو کوڅو او کارځايونو کې يې پرې هجوم ورووړ او په ډله ييزه او انفرادي توګه يې ونيول او زندانونو ته يې واچول.
پاکستاني ځواکونو پر دې هم بسنه ونکړه او درې ځلې يې د خیبر جرګې د چمتووالي پر پنډغالي د شپې له خوا حملې وکړې، چې وروستۍ حمله يې پر يوه خونړۍ پېښه بدله شوه، د جرګې ۴ تنه سمبالوونکي پکې ووژل شول او له لسو زيات ټپيان شول.
د پاکستاني رياست دغه عمل په اروپا، امریکا، کاناډا، اسټراليا او د نړۍ به نورو سيمو کې د بشري حقونو نړيوالو ادارو، افغانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو له خوا وغندل شو او پاکستان يې د پښتنو د بشري حقونو په وړاندې يو ظالم رژیم ياد کړ.
نن د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا رابلل شوې لويه جرګه پیلېږي خو د دغه غورځنګ د رهبرۍ غړي سردار علي وزير په شمول شاوخوا ۴۰۰ تنه غړي او د بشري حقونو فعالان چې تازه نيول شوي دي لا هم په زندانونو کې بنديان دي. دا چې د دغو کسانو برخليک به څه وي، د جرګې تر پایه به معلومه شي.