افغانستانخبرونه

طالبانو زابل ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ روغه کړې

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته رسولې او د واړو قومونو ترمنځ یې روغه جوړه کړې ده

د یادې سخړې په حل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم ګډون درلود.

دغه وزارت لیکلي چې یاد شخړه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په کاریزګي سیمه کې حل شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغه شپږ کلنه دښمني کې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي وو.