د بلوچستان ایالات د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اچکزی ویلي چې د خیبر جرګې موخه په سیمه کې نا امني رامنځته کول دي.
جان اچکزي په یوه ویډيو کې ادعا کوي چې پرون په جرګه کې د پوځ له لوري د پښتنو سیمو د ورانېدو او انساني تلفاتو په اړه ارقام ناسم دی.
جان اڅکزی په دې تورن دی چې همېش د افغانستان او پښتنو سیاستوالو په اړه ناسمې څرګندونې کوي.
هیره دې نه وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا رابلل شوې د خیبر جرګه چې نن یې ورستۍ ورځ ده تیره ورځ ټول قلم ته په پښتون وطن کې د جګړو د زیانونو شواهد وړاندې شول.
په پام کې ده چې نن به جرګه ورستۍ پرېکړه وکړي.