په جاپان کې د پخواني حکومت سفیر ډاکټر شیدا ابدالي د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې حیبر جرګې په اړه ویلي چې دواړه غاړې پښتانه باید د پرېکړو په عملي کولو کې باید لاس پکار شي.
نوموړي په خپله فیسبوک پانه لیکلي: «په خیبر کې په بریالیتوب سره د پښتنو د سترې قومي جرګې د دایرېدلو له کبله ټولو لر او بر افغانانو ته زړه له تله مبارکي وایم او دا لوی ویاړ د ډیورنډ دواړو غاړو پرتو ولسونو ته ډالۍ کوم».
د نوموړي په وینا: جرګه، د یو تاریخي دود په توګه، په سیمه کې د شخړو د حل او هوارولو تر ټولو اغېزمنه او معتمده لار ده. د دې قومي جرګې له پرېکړه لیک نه باید نه یوازې د ډیورنډ دواړو خواوو ولسونه په ټینګه ملاتړ وکړي، بلکې د عملي کولو لپاره یې پکار ده چې ټول افغانان د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.
ښاغلي شیدا د جرګې د جوړولو په لاره کې د منظور پښتین او نورو مشرانو هلې ځلې او زحمتونه د ستایلي.