افغانستانخبرونه

طالبان: افغانستان کې ۱۳.۹ میلیونه فعال سیم کارتونه راجسټر شوي

‎د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې افغانستان کې ټول ۲۵ میلیونه سیمکارټونه فعال دي چې له ډلې یې ۱۳.۹ میلیونه سیمکارټونه بیرته ثبت او راجسټر شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفونونو تر ۲۵ میلیونو سیم کارتونه فعال دي چې ددغو فعالو سیم کارتونو له ډلې دغه وزارت ۱۳.۹ میلیونه سیمکارتونه بیا ثبت کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۱۴( تلې ۲۳) د ایکس په پاڼه کې لیکلي چې په تیرو دریو میاشتو کې دغه وزارت د اترا د ادارې د کړنلارې له مخې ۱.۶ میلیونه سیم کارتونه بیا ثبت کړي دي.

هغه ویلي: ” افغانستان کې ټولټال ۲۵ میلیونه فعال سیم کارټونه شتون لري چې له ډلې یې له نیمايي ډېر او کابو ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه سیم کارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شوي او دا لړۍ لا هم په بریالي ډول مخ پروړاندې روانه ده”.

د طالبانو د حکومت کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په میاشت کې په افغانستان کې د سیم کارتونو د بیا ثبتولود بهیرد پیلولو پریکړه کړې وه، خو ددغه حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په پیل کې د سیم کارتونو د بیا ثبت بهیر په کابل او ټولو ولایتونو کې په جدي ډول پیل کړی چې لا هم دوام لري.

عنایت الله الکوزي د روان ۲۰۲۴ کال د جولای اووم ( چنګاښ ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې په کابل کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر ۶۰ فیصده بشپړه شوې او پاتې ۴۰فیصده به هم په لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي.

همداشان هغه ویلي وو چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیم کارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیم کارټونه تر لاسه کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې دټولو فعالو سیم کارتونو له ډلې ۱۰میلیونه سیم کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنېټي خدمتونو لپاره کارول کیږي.

اوس مهال افغانستان کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي