خبرونهنړۍ

ایران: په چابهار کې پر افغانانو زمکې نه پلورو

د ایران حکومت ویلي چې په چابهار بندر کې د سرحدي امنیت ته د ګواښ په موخه پر افغانانو ځمکې نه پلوري.

د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني پر افغانانو د چابهار بندر د ځمکو د پلور د یوه خبر په غبرګون کې رسنیو ته وویل: « ایران به هېڅکله، هیڅ‌وخت او هیڅ ځای کې هم داخلي امنيت او د پولو خونديتوب د اقتصادي ګټو په خاطر له خطر سره مخ نه کړي.»

نوموړې همدا راز وویل، چې د ایران د ځمکو ملکيت د همدې هېواد په نظام پورې اړه لري.

مهاجرانې دا خبرې د رسنیو د هغه خبر په اساس وکړې چې ویلي وو چې ایران په چهابهار کې پر افغانانو ځمکې پلوري.

چهابهار بندر د هند په مالي ملاتړ د ایران، افغانستان او هند تجارت له پاره جوړ شوی چې د افغانستان تجارت له پاره د اوبو موثره لار بلل کيږي.