د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې څلور مجرمین د نامشروع اړېکو په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانوسترې محکمې به خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د پرېکړې په اساس دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان د يادو مجرمينو له ډلې دوه تنه پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزااو دوه نور مجرمين پر يوـ یو کال او شپږ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۵ ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.