د خيبر پښتونخوا لپاره د پاکستان حکومت والي/ګورنر فیصل کریم کونډی وايي، د پښتنو د قومي عدالت جرګې هغه فيصله چې پر تورخم د بې پاسپورټه تګ راتګ په برخه کې يې کړې، د پاکستاني حکومت د شرايطو په منلو به پلې کېږي.
دی وايي، پر ډېورنډ کرښې ازاد تګ راتګ لپاره بايد ثابته شي، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارېږي.
نوموړي دا څرګندونې له بي بي سي راډيو سره په مرکه کړې کړي او زياته کړې يې ده چې پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ حضور د امنیت ساتلو لپاره مهم دی.
دی وايي، خیبر کې د پښتنو قامي جرګې پرېکړې او غوښتنې په دې شرط مني، چې د پاکستان له ايين يا اساسي قانون سره سمې وي.
د پښتنو قومي عدالت جرګې چې د منظور پښتن په مشرۍ جوړه شوې وه، د پښتنو له سيمو د پاکستاني ځواکونو د وتلو، د ډیورنډ خط نه منلو او پرې ازادانه تګ راتګ او ځينې نورې پرېکړې کړې وې.