د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له ولسونو غوښتي، چې د خیبر جرګې د پرېکړو عملي کولو په موخه دې راتلونکې یکشنبه لاریونونه پیل کړي.
منظور پشتین چې په خپله فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه ولس سره مخاطب وو ويل: «ولس دې د یکشنبې په ورځ د ځای او وخت له پاره فیصله وکړې چې په راتلونکو غونډو کې د پراخ ګډون کولو له کبله نړۍ ته وښيو، چې په سيمه کې امن غواړو.»
ښاغلي پشتین همدا ډول په لاریونونو کې د نظم اړه ټينګار وکړو.
نوموړي همدا راز له ټولو ولسونو غوښتي، چې د راتلونکې یکشنبې د ورځې د غونډو لپاره په خپلو سيمو، ښوونځيو، جوماتونو او ټولنيزو رسنيو کې پيغامونه نشر او خلکو ته د ګډون بلنې ورکړي.